افغانستان... نوې څېره |۱|

افغانستان... نوې څېره |۱| سیاسي

څو ورځې مې په افغانستان کې تېرې کړې، په دې ترڅ کې مې وکولای شول د امريکا او غربي ځواکونو پرضد د طالبانو د جهاد دورې د مشرانو سره هغه اړيکې بيا را ژوندۍ کړم چې په ۲۰۰۱-۲۰۲۱ کلونو کې مې ترسره کړې وې، ما د شوروي ځواکونو پرضد د ۱۹۷۹-۱۹۸۹ کلونو کې جهاد، له هغې وروسته د مجاهدينو جګړې، او بيا د "طالبانو" تحريک لخوا د افغانستان نيول او په ۱۹۹۶ کال کې د اسلامي امارت اعلان او وروسته د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د غربي ايتلاف پرضد جهاد څارلی او تر خبري پوښښ لاندې نيولی وو.

پيل يې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد کې د افغان سفارت له ودانۍ څخه وو]، چې له هغه ځایه مې کابل ته د څو ځله تګ راتګ ويزه ترلاسه کړه او بيا مې کابل ته د تلونکو هوايي شرکتونو په هکله وپوښتل، چې د کام اير افغان خصوصي هوايي شرکت راته په ګوته کړای شو،  يو ملګري راته د الوتکې ټکټ واخيست او له هغې سره د پاکستاني پلازمېنې نوي هوايي ډګر ته ولاړم کوم چې د پېښور او لاهور ښار په نښلونکي سړک جوړ شوی او د اسلام آباد په څو کيلومترۍ کې پروت دی.

سفر له اسلام آباد څخه پيل شو کوم چې په ښکلي بڼه جوړ شوی او لارې او سړکونه کوم چې د شمال، جنوب، ختيځ او لويديځ لورو ته غځېدلي دعربي او لرغونو اسلامي ښارونو خلاف کږلېچونه او لوړې ژورې نه لري او د آبادۍ حقيقت له هوا څخه څه معلومېږي، له هوا څخه ښار ته ليدل يې ښايست او بدرنګوالی څه څرګندوي، د دې ښار بڼه موږ د ۹۰يمې لسيزې وروستيو کې د پاکستاني جنرال ايوب خان دور ته وړي کوم چې دا ښار پکې په عصري بڼه جوړ او سړکونو د پراخوالي، ودانيو او اوسېدونکو د کموالي له امله د ترافيکي ګڼې ګوڼې څخه پاک شو چې دا د کابل ښار څخه په پوره توپير کې دی کوم چې ته ورته د شمال لورې څخه ورځې او الوتکه په تدريجي ډول ښکته کېږي، نو کابل درته د يو کاسې(لوښي) په څېر برېښي چې د غرونو په منځ کې پروت او له هرې خوا ترې غرونه را چاپېر دي، دا د تلوېزون تپه کوم چې د مجاهدينو د خپلمنځي جګړو پرمهال زموږ ژورنالېستانو د توجه مرکز وو او څوک چې په دې غر تسلط ولري لکه په کابل کې واک ولري، همداراز د مکروريانو ودانۍ کوم چې شورويانو د خپل اشغال پرمهال د دولت د کارکوونکو لپاره جوړې کړې وې.

 د کابل ښار بڼه د دوديزو عربي او اسلامي ښارونو ته ورته ده چې ګڼې او يوبل ته نږدې ودانۍ، د اوسېدونکو زیاتوالی او لامل يې دا دی چې اوسېدونکي د اطرافي سيمو پرځای په پلازمېنې او لويو ښارونو کې ژوند خوښوي. الوتکه شېبه په شېبه ښکته کېږي چې زما زړه هم ورسره ښکته کېږي، لکه د وخت سره چې په مقابله کې وي او چې کابل وويني ورسره هممهاله په ۱۹۹۲م کال کې کابل ته د افغان مجاهدينو د ننوتو خاطرې او يادونه را تازه کړي چې هغه مهال زه د لندن څخه خپرېدونکې الحياة ورځپاڼې او شرق راډيو خبريال وم او يادې تاريخي پېښې ته مې خبري پوښښ ورکاوه.

هوايي ډګر د الوتکو شمېر له پلوه کمزوری ښکارېده، د ترکش ايرلاين يوه الوتکه او ترڅنګ يې د اريانا -کوم چې د افغانستان پخوانی نوم دی- هوايي دولتي شرکت الوتکې او د فلای دبۍ الوتکې هلته شته وې.

نوو واکمنانو د الوتکې د رن وی(ځغاستليکه) سره زموږ هرکلی وکړ او د مهمو شخصيتونو هال ته يې بدرګه کړو ترڅو هلته د لنډمهالي سفر له ستړيا يو څه دمه شو، دا سفر د اوږدمهالو او حتی متوسطو سفرونو په نسبت ډېر کوچنی دی ځکه يوازې ۴۵ دقيقي وخت يې واخيست، مګر د سفر اړوند چارې او هوايي ډګر ته تګ، هلته تم کېدل، بیا رسېدل دا ټولې اړوند چارې شته دي که سفر ډېر اوږد وي يا داخلي لنډ سفر وي.

د هوايي ډګر چارې مو پای ته ورسولې، بيا د دوه افغان ځوانانو په ملتيا موټر له هوايي ډګره هغه مسير تعقيب کړ کوم چې د امريکايي سفارت لورې ته تللی، موږ کابل سټار هوټل ته لاړو کوم چې کابل څخه زموږ د تګ وروسته جوړ شوی و، دا لاره د سترو پېښو شاهده ده، همدلته داعش ډلې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د هوايي ډګر دخولي دروازه په نښه کړه، همداراز په دې ځای کې لکه څنګه چې زما ملګري راته وويل د افغان جهاد د دويمې دورې پرمهال امريکايي موټرو او ټانګونو د طالبانو تحريک د وسلوالو د بريدونو د وېرې له امله په سرعت سره تګ راتګ کاوه... په کابل کې مېشت افغانان له پلازمېنې څخه د امريکايي ځواکونو بېړني وتل يادوي، کوم چې په ټوله نړۍ کې يې د امريکا حيثيت ولړزاوه او د ويتنام څخه په شرمناکه توګه د دوی د وتلو انځورونه يې بيا خلکو ته تر سترګو کړل.

خو د دې ترشا يو بل پټ رول چې ډېر کم خلک يې په هکله غږېږي هغه د قطر هېواد د خاموش منځګړيتوب هغه پټ رول دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ يې جوړجاړي ته لاره هواره کړه، او د څو کلونو په لړ کې يې په خاموشۍ او احتياط او د دواړو اړخونو د ظروفو په نظر کې نيولو سره يې دا پروسه پرمخ بوتله چې په نتيجه کې يې د دواړ خواو ترمنځ تاريخي تړون لاسليک شو او په لړ کې امريکايي ځواکونه ووتل. 
هغه څوک چې د افغانستان حالات يې څارل او لا يې تعقيبوي ورته جوته شوې چې د امريکايي ځواکونو ناببره وتلو هغه حقيقي انتقام او غچ اخيستنې ته لار هواره کړه چې د اشرف غني په مشرۍ د امريکا له ملاتړ برخمن رژيم ترسره کړ، کوم چې د دوحې تړون سره يې مخالفت وکړ او د کابل څخه په توره شپه کې د تېښتې لار يې غوره کړه چې له امله يې هرڅه له منځه ولاړل، نوي واکمنان چې د کابل په دروازو ولاړ ول ويې ليدل چې هغه پلازمېنې ورته فتحه شوې چې ډېر وخت يې د ورننوتلو انتظار کړی وو. اشرف غني په دې کار سره د امريکايانو هرڅه ګډوډ کړل او دا چې د نوموړي او د واکمنې ډلې يې د حاشيې ته کولو له امله د هرڅه پور پرې کړي.

زما يو ملګری چې د اشرف غني د وتلو پرمهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلی و راته يې وويل چې سخت حيران شو کله د اشرف غني دفتر ته ننوت او ويې ليدل چې وروستی کتاب چې نوموړي په هغو ورځو کې لوستلو هغه د مشهور افغان سندرغاړي ناشناس يادښتونه وو، دا په دې معنی چې نوموړي د روانو پېښو سره کومه علاقه نه درلودله، يا خو دا چې په امريکايي ځواکونو يې پوره بروسه لرله او خپل برخليک يې هغوی پورې تړلی وو او يا خو نوموړی د هغو هوښيارو اکاډيميکو شخصيتونو په څېر وو چې د واک له وسائلو او د هغې د داخلي او بهرنيو کشمکشونو څخه يې ځانونه په څنډه کې ساتلې وي.

په راتلونکو برخو کې به هڅه وکړم چې د پلازمېنې کابل او هلته د روانو جګړو او ناندريو اټکلي انځور تقديم کړم، که هغه په داخلي کچه او د نويو واکمنانو هيلې وي او هغه څه چې دوی په تېرو درې کلونو حکومت او واک کې ترلاسه کړل او که په سيمه ييزه او نړيواله کچه د اړيکو برخه ده او په دې لړ کې د پاکستان او تاجکستان او نورو سره رامنځته شوي تنشونه او کړکېچونه او ورسره هممهاله د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکېچ د هواري په موخه د قطر ديپلوماتيک مزل دی، چې زما له ورتګ مخکې هلته لکه څرنګه چې افغان دفاع وزير محمد يعقوب راته يادونه وکړه د قطر د بهرنيو چارو د وزير سفر وو چې د اسلام آباد څخه راغلی وو.

د دې ليکنې راتلونکې برخې به ډېری مسائل را ونغاړي، لکه د اقتصاد او پانګونې برخه کې د نوو واکمنانو هڅې، د مخالفينو، ولس او سيمې او نړيوالې ټولنې سره اړيکي همداراز هغه قضيه د د ډېرو د پام وړ ده چې هغه د انجونو زده کړې دي، دا ټولو د هغو ليدنو غوړچاڼ او نتيجه ده چې د کابل د نوو واکمنانو سره ترسره شوې.

هيله لرو د راتلونکو مقالو په ترڅ کې موږ او لوستونکې راسره افغانستان ته نور هم نږدې شو کوم چې د سيمه عربي او اسلامي محيط د امنيت مهم اړخ دی، بلکې د ټولې نړۍ لپاره کوم چې لا تر اوسه د ۲۰۰۱ کال د سبتمبر د ۱۱مې پېښو يادونه کوي، له همدې امله د افغان زخم له پامه غورځول نه دي پکار؛ ځکه چې دا کار يې د لا ککړتيا او ککړتيا يې بيا ګاونډ او له هغې ورهاخوا سيمې ته سرايت کوي.

تړلي موضوعات